امريکايي ځواکونه: د کوچني اختر له اوربند وروسته دوه ځلې پر طالبانو هوايي بريدونه وکړل

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند  سوني لګیت نن ورځ په ټوېټر لېکلي چې د تېر کوچني اختر د شوي اوربند وروسته امريکايي او ناټو ځواکونو افغانستان پر طالبانو دوه ځلې هوايي بريدونه کړي  دي. 

د  سوني لګیت د مالوماتو پر اساس دغه بريدونه فراه او کندهار ولايتونو کې پر وسله وال طالبانو نن او تېره شپه تر سره شوي دي. امريکايي ځواکونو دغه بريدونو د افغانسان ځواکونو د ملاتړ په پار کړي دي. 

د دغه بريدونه د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.  سوني لګیت په ټوېټر ليکلي دي چې ټولې خواوې بايد تاوتريخوالي کم کړي ترڅو بين الافغاني خبرو ته لار پرانېستل شي. 

 سوني لګیت د مالوماتو اړوند بريدونه هغه مهال شوي دي چې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو د بريدونو پلان درلود. له دې وړاندې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کساټ مېلر هم طالبانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې دوی پر افغان ځواکونو بريدونه کوي، نو امريکايي او ناټو ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.