آيا د شوال د مياشتې شپږ روژې نيول د احنافو په نيزد مکروه دي؟!

حضرات مفتیان کرام!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
 
سوال مو دا دی چې د شوال شپږ ۶ روژې نیول څنګه دي؟  مکروہ دي که نه ؟ که مکروه نه وي نو براہ کرم دلیل یي راته پیش کړئ او مونږ ته د تشکر موقع په لاس را کړئ!
 
مستفتی: محمد فردوس، پورنیه، بهار، متعلّم دارالعلوم دیوبند
 
الجواب وباللّٰه التوفیق: 
د رمضان روژې نیولو پس د عید الفطر ورځې نۀ ما سيوا د شوال ( کوچنې اختر میاشت) کې 6 روژې نیول مستحب او سنت دي ، مکروہ هیڅ کله نه دي ، په فقه حنفې کې صحیح، راجح او مفتی به قول هم همدا دی.
 
البته که یو څوک د کوچنې اختر  په ورځ روژه نیسي او د هغې نه وروسته ۵ ورځې هم روژه ونیسې نو بیا دا مکروه ګرځول شوې ده.
 
 
بعضې دلائل او حواله جات لاندې لیکل کیږي:
(۱) : په صحیح مسلم شریف کې د حضرت ابو ایوب انصاري (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل :
 
 عن أبي أیوب الأنصاري أنه حدثه أن رسول اللّٰه صلی اللّٰہ علیه وسلم قال: من صام رمضان ثم أتبعه ستًا من شوال کان کصیام الدھر ، رواہ مسلم (مشکاة المصابیح، کتاب الصوم، باب صیام التطوع، صفحه ۱۷۹۹، ط: المکتبة الأشرفیة دیوبند) 
 
د حدیث شریف مفهوم: 
" کوم شخص چې د رمضان میاشتې روژې ونیولې ، بیا یي د هغې نه پس د شوال میاشتې ۶ روژې ونیولې نو دا دټول عمر د روژې نیولو برابره ده "
 
 البته د حضرت ثوبان  او حضرت جابربن عبدالله (رضی الله عنهما) په روایت کې بیا د یو کال روژې نیولو برابر ثواب ښودل شوی دی .
 (رساله : تحریر الأقوال في صوم الست من شوال من مجموعة رسائل العلامة قاسم بن قطلوبغا، صفحې۳۹۱-۳۹۳، مطبوعه: دارالنوادر، سوریة، لبنان، الکویت)
 
✔(۲) : صاحب د بدائع الصنائع علامه کاساني (رحمه الله)  فرمایي : 
والاتباع المکروہ هو أن یصوم یوم الفطر ویصوم بعدہ خمسة أیام، فأما اذا أفطر یوم العید ثم صام بعدہ ستة أیام فلیس بمکروہ؛ بل هو مستحب وسنة .
(بدائع الصنائع، کتاب الصوم ۲:۵۶۲، ط: دارالکتب العلمیة بیروت)
 
ژباړه: مکروہ اتباع دا ده چې سړی د کوچنې اختر په ورځ هم روژه ونیسې او ورپسې ۵ ورځې هم او که چا داسې وکړل چې د کوچنې اختر په اوله ورځ خو یي روژه ونه نیوله لیکن د هغې نه پس یي ۶ روژې ونیولې نو دا مکروه نه دي بلکې مستحب او سنت دي .
 
✔(۳) : د هدايه شریف مصنف علامه مرغیناني (رحمه الله) فرمايي: 
مرغوب او پسندیدہ روژو کې د شوال مسلسل  ۶  روژې هم دي  .
(رساله: تحریر الأقوال في صوم الست من شوال من مجموعة رسائل العلامة قاسم بن قطلوبغا صفحه۳۸۶)
 
✔(۴) : په فتاویٰ عالمګیري کې يي د البحرالرائق په حوالې سره لیکلي دي :
 
عامة المتأخرین لم یروا به ( بصوم الستة من شوال ) بأسًا هکذا في البحر الرائق، والأصح أنه  لا بأس به کذا فی محیط السرخسي.
(الفتاوی الهندیة، کتاب الصوم، الباب الثالث فیما یکرہ للصائم وما لا یکرہ، صفحه۱:۲۰۱، ط: مکتبة زکریا دیوبند)
 
وکلمة ”لابأس“ هنا مستعملة فی المندوب؛ لأنها لیست مطردة لما ترکه أولیٰ؛ بل تستعمل فی المندوب أیضاً اذا کان المحل مما یتوهم فیه البأس أي: الشدة، خاصة اذا تأید ذلک الأمر بالحدیث النبوي - علی صاحبه الصلاة والسلام - کذا حققه الحصکفي وابن عابدین الشامی فی الدرالمختار وحاشیته رد المحتار .
(کتاب الطہارة ۱:۲۴۱، کتاب الصلاة، باب العیدین ۳:۶۵، باب الجنائز فی شرح قول الدر: ”ولا بأس برش الماء علیه“ ۳:۱۴۳ و ۶:۲۵۷، ط: مکتبة زکریا دیوبند)
 
 مثلها کلمة ”لاجناح“ بل قد استعملت هذہ في سورة البقرة (رقم الآیة: ۱۵۸) بمعنی الوجوب کما فی رد المحتار لابن عابدین الشامی (۶:۲۵۷)، وکلمة ”لا حرج“ أیضاً؛ لأنها بمعناها ․
 
(۵) علامه حصکفی (رحمه الله) هم په درمختار کې د ستر محقق او متکلم اسلام علامه ابن کمال باشا ( رحمه الله ) په حوالې سره همدا مضمون نقل کړی دی ، چې کوم پاس د بدائع الصنائع په حوالې سره ذکر کړل شو ، یعنې د واړه اختر ورځې نۀ سيوا د شوال په میاشت کې شپږ ۶  روژې نیول  مستحب او سنت دي او علامه شامي ـ رحمه الله ـ هم په حاشیه کې همدا خبره تائید کړې ده ، صرف دا نه بلکې د ګڼ شمیر کتابونو په حوالې سره يي د دې مسئلې تاکید او تائید کړی دی ، او د  کراهت والې قول تردید یي فرمایلی دی ، او په آخر کې یي د علامه قاسم بن قطلوبغا ( رحمه الله ) رسالې (تحریر الأقوال فی صوم الست من شوال) حواله ور کړې ده چې په هغې کې علامه قاسم بن قطلوبغا رحمه الله د کراهت والې قول
 
تردید فرمایلی دی او د حنفي مذهب کتابونو پر مټ یي د استحباب او سنتوالې قول تاکید او تائید فرمایلی دی ، لاندې صرف د درمختار عبارت ستاسو په خدمت کې وړاندې کوم :
 
" والاتباع المکروہ هو أن یصوم الفطر وخمسة بعدہ، فلو أفطر لم یکرہ؛ بل یستحب ویسن، ابن کمال (الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصوم، باب ما یفسد الصوم وما یکرہ فیها، ۳:۴۲۲، ط: مکتبة زکریا دیوبند)
 
(۶) همدا شان لوی محدث علامه محمدیوسف بنوري ( رحمه الله ) هم د سنن ترمذي په مشهوره شرح : معارف السنن (کتاب الصوم، باب ما جاء في صیام ستة من شوال) کې د علامه قاسم بن قطلوبغا رحمه الله د رسالې په رڼا کې همدا قول مؤکد ګرځولی دی چې د شوال شپږ ۶ روژې نیول مستحب دي او د کراهت والې قول یي رد کړی دی.
 
(۷) علامه ظفر احمد عثمانی (رحمه الله) په اعلاء السنن (۹:۱۷۷، مطبوعه : ادارة القرآن والعلوم الاسلامیة 
کراچۍ) کې د حضرت ابو ایوب انصاري (رضی الله عنه) په روایت باندې د" استحباب " باب لګولی دی یعنی : " باب استحباب صیام ستة من شوال الخ  "
نو معلومه شوه چې د شوال شپږ روژې  مستحب دي .
 
(۸) بهشتي زیور کامل (۳:۱۴۲) کې حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رحمه الله) لیکي :
د عید نه وروسته شپږ ۶ ورځې د نفلې روژې نیولو ثواب د نورو نفلونو نه  زیات دی.
 
پورته بعضو دلائلو او حواله جاتو څخه دا خبره ښه واضح شوه چې د شوال شپږ ۶  روژې د احنافو په نيزد  بلاشبه مستحب او سنت دي او د دې  د کراهت والې قول صحیح نه دی، فقط والله تعالیٰ أعلم.
 
محمد نعمان سیتاپوري غفرله، دارالافتاء دارالعلوم دیوبند ۷/ذی قعدہ ۱۴۳۷ھ، مطابق ۱۱/اګست ۲۰۱۶/ پنجشنبه .
 
 الجواب صحیح: محمود حسن غفرله، فخرالاسلام، محمد اسدالله غفرله، مفتیانِ دارالافتاء، دارالعلوم دیوبند .