
روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې پر سل زره جرېبه ځمکه يې درې سوه زره الويرا بوټي کرلي دي چې ښه پايله يې هم ورکړې ده.
د ننګرهار د کرنې رئيس عبدالقهار حيدري امريکا غږ ته ويلي دي، "که بزګران د الويرا کښت ته مخه کړي؛ نو د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي؛ ځکه الويرا په درملو کې کارول کيږي او بېلابېل ډوله ويټامينونه لري."
دغه بوټی د درملو او د ښکلا ځيني کرېمونو په جوړولو کې اغېزمن دي. د الويرا له بوټو ځينو غېر الکولي څښاکونو کې هم ګټه اخېستل کيږي.