روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱۵ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له هغې ورځې چې افغانستان کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه ثبت او بيا تر نن ورځې دا تر ټولو ډېرې پېښې شمېرل کيږي.
د ۹۱۵ پېښو په ثبت سره افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۸۹۶۹ ته ورسېد. تر اوسه ۳۰۹ تنه له دغه ويروس مړه شوي او له ۱۷ سوه ډېر رغېدلی دي.
تازه ۹۱۵ پېښې؛ ۴۲۳ په کابل،۲۰۱ هرات، ۲۱ کندهار،۱۱۶ بلخ، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار،۴ ميدان وردګ، ۳ لغمان، ۱۵ سمنګان، ۲۹ کندز، ۲۱ فراه، ۲۳کونړ،۲۰ هلمند، او ۲۱ سرپل ولايت کې دي.
عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکوي، چې که چېرې خلک روغتيايي لارښوونې جدي ونه ګڼي، نو کرونا ويروس افغانستان کې يو ستر انساني ناورين رامنخ ته کولی شي.
به نړيواله کچه هم په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له شپږ مېلېونه اوښتی او د مړو شمېر څلور سوه زره کسانو ته نېږدې شوی دی.
وروستي