له پخواني قومندان يې پرون کرونا ويروس ژوند واخېست؛ کندز ته نوی امنيه قومندان وټاکل شو 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د کندز ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرشيد چې په کرونا ويروس څو ورځې وړاندې ککړ شوی وو تېره ورځ يې کابل کې ساه ورکړه. کورنيو چارو وزارت د عبدالرشيد د مړينې پخلی کړی. 

بيا د يوې ورځې په تېردو سره افغان حکومت د عبدالرشيد ځای ناستی معرفي کړ. کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دي فقير محمد جوزجانی د کندز ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی چې نېږدې وخت به معرفي شي. 

فقير محمد جوزجانی له دې وړاندې د جوزجان ولايت امنيه  قومندان پاتې شوی وو. 

د يادونې ده چې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح هم نن پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي وو چې د کورنۍ او دفتر نميايي غړي يې  پر کرونا ويروس ککړ شوي دي.