يو يې د پرېکړې مخالف او بل پرې د نفاق تور پوري کوي؛ دفاع وزيران د ټرمپ مخالف شوي 

روهي(پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د امریکا متحدوايالتو پخواني دفاع وزير جنرال مټېس د متحدو ايالتو ولسمشر دنالډ ټرمپ د امريکايي ولس پروېش او ترمنځ کې په نفاق اچولو تورن کړی دی. 

جنال مټېس وايي چې ولسمشر ټرمپ امريکا کې په لوی لاس د ولسونو ترمنځ توپېرونه رامنځ ته کوي او تاوتريخوالي ته لمن وهي. جنرال مټېس دا هم ويلي دي چې ولسشر ټرمب له خپل واک ناوړه ګټه پورته کوي. 

د جنرال مټېس د خبرو په غبرګون کې ولسمشر ټرمپ په ټوېټر ليکلي دي چې جنرال مټېس ځکه د ده مخالفت او غيبت کوي چې له دنده يې ګوښه کړی وو. ټرمپ ويلي دي چې ډېره ښه ده چې مټېس يې له دندې ګوښه کړی. 

له جنرال مټېس وړاندې د امريکا متحدو ايالتو دفاع اوسني وزير مارک اسپر هم د ولسمشر ټرمپ د هغې پرېکړې مخالفت کړی وو چې به پايله کې به يې د لاریون کوونکو د ځپلو په موخه د امريکا د ملي ګارډ سرتیري په ښارونوکې ځای پر ځای شي.