ساينس پوهان د کرونا ويروس د درملنې په پار (ایبوپروفین) نومي درمل ازمويي 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د نړۍ يو شمېر ساينس پوهان او روغتيا پالان په دې کار کوي چې د ایبوپروفین په نوم درمل وګوري چې د کرونا ويروس د درملنې لپاره کار کولی شي او کنه. 

روغتيا پالان وايي چې دغه درمل به هغه ناروغانو لپاره وکاروي چې روغتونونو کې بستر وي، د ساه بندۍ او تنفس له ستونزو سره مخ وي. 

ساينس پوهانو هيله ښوودلې ده، چې ایبوپروفین درمل به د مصنوعي تنفس ځای ونېسي. ایبوپروفین درمل په ارزانه بيه په بازار کې پيدا کيږي.