۷۸۷ نوې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۸ زره واوښت 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۷۸۷ تازه پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۸ زره او ۵۴ ته ورسېد. 

د پکتيا په شمول د هېوادو پنځو سترو ولايتونو؛ کابل. ننګرهار، هرات، کندهار او بلخ کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو د نورو ولايتونو په پرتله ډېر دی. 

عامې روغتيا وزارت وايي چې له کرونا ويروس تر اوسه ۱۵۸۵ کسان جوړ شوي او ۳۰۰ کسان ترې مړه شوي دي. د هېواد عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې که چېرې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونه نيسي، نو هېواد کې د یو ستر انساني ناورين د پېښېدو شونتيا شته.