ټولنیز اداب؛ واړې خو ارزښتمنې چارې

اداب د ژوند یوه ارزښتمنه او مهمه برخۀ ده. چې په واسیطه یې هم انسان په ټولنۀ کې عزت مومي، او هم ذلت. ځیني خلک وي ښې زده کړي یې کړي وي، کتابونه یې لوستلي وي، خوو البته د اخلاقو/ادابو له نګانه بیخي کمزوری وي چې دا تعلیم او زده کړې بیا په نشت حسابیږي. ځینو خلکو آن د ښوونځي دروازه هم نه وي لیدلي، خو دوی په خپلو ښو اخلاقو سرۀ د خلکو توجو را جلب کړي وي، او په ټولنه کې د یو ډېر ښۀ انسان په نوم یادیږي. خوو البته ځیني ډېر وړه کارونه وي چې د یو انسان شخصیت په ګوته کوي، د هغې تطبیقول ضرور او لازم دي، ځکه دغه نه وخت غواړي، نه پرې انرژي مصرفیږي، نه پیسې، یوازې د هغې ډډه کول/نه تکرارول دي. ما دلته د ګوتو په شمار مهم او ضروري لارې چارې ژباړلې او تألیف کړي، هیله ده تاسو به یې عملي او تطبیق کړئ. مننه!

ادبي اصول
" • د ژَاولو، ژولو پر مهال خپله خوله مه ښکاره کوه.
• که هېډفون/ګوشکې یې اچولې وې، مۀ ورغږېږه.
• ګڼه ګوڼه کې مۀ ودرېږه.
• خپل بوټان/څپلۍ دې د موټر په سیټ کې مه باسه.
• د سودا پر مهال په ټلیفون مۀ غږېږه.
• که نور خوبیولي وو، او ته ویښ، مزاحمت مه کوه.
• که په یو څه مصروفۀ وې، ټکسټ/مسېجان مه کوه.
• خپلې ژاولې دې کثافت دانی ته واچوه.
• د اطاقي ملګري خوراک دې مه خوره.
• په تلیفون کې په لوړ آواز مۀ غږېږه، کرار هم کیږي.
• د ټوخي یا پرینجي پر مهال دي خوله بنده کړه.
• لۀ ځانه مشرې خبرې دې قدر کموي.
• د مشرانو مخ کې عشقي خبرې سخت بد کار دی.
• که دوهم وار یې زنګ نه کړ اوچت، مه شاله کېږه.
• پوښتنو ته د ځانه ځواب مه ورکوۀ.
• پردیو خبرو کې مۀ ور ګډېږه.
• د چا میرمنې، معاش، کورنۍ پوښتنې مۀ کوه.
• د لاس وریژي بېرته کاسې ته مه تویوه.
• په ملګرو خپلې شخصي پیسې مه پریکوۀ.
• د خپلې خولې خیال دې ساتۀ. ځکه مقابل کس باندې بد تأثیر کوي.
• د جمعې پر ورځ غرمنۍ کې د پیاز خوړل کم عقل توب دی.
• په ټولنیزو رسنیو کې چټیات لیکل، ستا بې ادبي په ګوتۀ کوي. مثلاً؛ سلام سنګه یئ ملګرو، او نور..
• د بوډا سرۀ، ځوان سرۀ، ماشوم سرۀ د دوی اړوند اخلاق مراعتوه.
• ماشومان مو لوکس، تازه او خیال یې ساتئ.
• په کور کې په واړو خبرو جنګ/جګړه لویه پښیمانتیا را منځ ته کوي. مثلاً په خوړو کې، میرمن تنګول، نور..
• غواړې مینوال دي ډېر شي، ژبه د خوږه کړۀ.
• غواړې دوستان پیداکړې، اخلاق دې سم کړۀ
• غواړې عزت ترلاسه کړې، عاجزه واوسۀ.
• موټر ته د ختو پر مهال خپلۀ ګېډه تشه کړۀ.
• د نورو خلکو مخکې پټې خبرې کول لوی جرم دی.
• د نورو مخکې پوزه کې ګوتې مه واهه.
• که دې چا سره وخت تېر نه وي، ورسره مخ شوې، یوه شیبه چوپ پاتې شه. تر څو خصوصیات یې درته معلوم شي. 
• د ماشومانو مخ کې محرمي خبرې د ځان اصلیت کموي، ځکه ماشومان ډېر حساس، او ژر پوهیدونکي دي.
• په مسینجر یا نورو ټولنیزو لارو چارو شخصي چټ، ګپ و شپ، په وخت سره لویه پښیمانتیا را منځ ته کوي.
• داسې عطر/ایسپري استعمالول چې نورو ته مزاحمت کوي، مه لګوۀ.
• ګیلې، شکایات، رشخندي خبري دي شخصیت سپکوي.
• مننه کول د ځان عادت وګرځوۀ
• د خوراک پر مهال خوا اوشاو کسانو ته مه ګوره ځکه ممکن هغه درنه وشرمیږي. ته دې خپله ډوډی خورۀ.
• د معزورو خلکو خیال ساته، کومک ورسرۀ کوه، ځکه انسان خو دی. او حدای ﷻ پیدا کړی.
• څه ضرورت دی چې یو چاته ووایې ” ته په څه نه پوهېږې “. هیڅوګ هر څه نشي کیدای."