چين او امريکا يو بل ته پر الوتنو بنديزونه ولګول

روهي (پنه نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ترانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د روانې جون مياشتې له ۱۶مې  نېټې وروسته به هېڅ ډول چينايي الوتکې امريکا ته الوتنې نه کوي. دا پرېکړه د بيجينګ د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې شوې  ده. 

بيجينګ څه وخت وړاندې چين ته امريکايي الوتکې بند کړې. يوه اوونۍ کې څو ځلې د چينايي او نورو الوتکو له خوا الوتنې تر سره کيږي. دغه پرېکړې به د چين او امريکا سوداګري هم اغېزمنه کړي. 

د چين او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ د الوتنو د بندېدو پرېکړې د کرونا ويروس پر اساس شوې دي. امريکا چين تورنوي چې د کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال يې نړۍ ته سم مالومات نه دي ورکړي.