د کندز امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرشيد د کرونا ويروس له امله ومړ

روهي (څلورنۍ /۱۴ د غبرګولي)، د کندز ولايتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت  امنيه قومندان عبدالرشيد چې څه وخت وړاندې په کرونا ویروس ککړ شوي وو. عبدالرشيد کابل ته وړل شوی وو او هلته يې ساه ورکړه. 

کورنيو چارو وزارت هم ويلي دي چې د کندز امنيه قومندان  مل پاسوال عبدالرشيد د کرونا ويروس له امله ومړ. نوموړی د تخار او فارياب ولايتونو امنيقه قومندان هم پاتې شوی وو. 

په ورته وخت کې د کندز ولايت د قعله زال ولسوالۍ ولسوال فهیم قرلق هم د کرونا ويروس پر اساس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ياد ولسوال کندز کې تر درملنې لاندې خو ومړ. 
 
د يادونې د چې دا لومړی ځل دی چې کرونا ويروس د لوړپوړي افغان چارواکي ژوند اخلي. له دې وړاندې د عامې روغتيا پواخنی وزير فيروز الدين فيروز په کرونا ويروس ککړ وو و چې وروست ترې جوړ شو.