د حکیم الکوزي درمل او د حکومت مسوولیت

دا ښه خبره ده چې نړۍ کې افغانستان هغه هېواد کیږي چې د کرونا درمل پکې جوړیږي، خو د دې درملو لپاره باید یو معیار رامنځ ته او وڅېړل شي چې له کوم ترکیب جوړ دي او جانبي عوارض لري او که نه.

ماته جالبه وه چې خلکو د حکیم الکوزي په ملاتړ کابل ښار کې لاریون کړی و او د هغه د بیرته فعالیت غوښتنه یې کوله.

دا د خلکو حق دی چې اعتراض وکړي، ځکه هغه شمېر خلکو چې دا درمل خوړلي، ویل کیږي چې روغ شوي او نور خلک غوشتنه لري چې دا درمل دې زیات او خلکو ته وویشل شي.

خو د حکومت مسوولیت څه دی؟
دا به ومنو چې حکیم الکوزي د درملو ترکیب د کرونا ناروغانو لپاره ښه دی، ورسره جوړ شوي او یا ورسره جوړیږي، خو ایا په دې برخه کې حکومت مسوولیت نه لري چې مالومه کړي، دا درمل له څه شي جوړیږي او د کرونا د درملنې تر څنګ کوم جانبي عوارض لري او که نه.

د هر څه لپاره معیار او پالیسي وي، خلک ځکه اعتراض لري چې په دې برخه کې له معیارونو خبر نه دي، یواځې پر دې پوهیږي چې درملو سره خلک جوړ شوي او باید درمل عام شي او ټولو خلکو ته ورسیږي.

ډير درمل شته چې ډيرو ناروغیو ته ښه وي، خو ډاکټران یې نه ورکوي، لامل دا دی چې هغه درمل د یوې ناروغي لپاره ښه وي، خو شل نورو مرضونو ته ښه نه وی او یا شل نورې ناروغي انسان کې پيدا کوي.

د درملو د کیفیت او تشخیص لپاره د روغتیا نړیوال سازمان شته، هغه سازمان چې ټولې نړۍ سره په داسې وضعیت کې کار کوي.

که چیرته د حکیم الکوزي درمل تر څېړنو وروسته ثابت شول چې ګټور دي، دا د افغانانو او افغان حکومت لپاره د افتخار خبره ده، ټولې نړۍ ته به دا درمل ورسوي او له دې درکه به افغانستان ډیر پام راجلب کړي.

خو دا هغه وخت ممکنه ده چې د درملو ترکیب او کیفیت مالوم شي چې ایا په رښتیا هم دا درمل نور جانبي عوارض نه لري.

روغتیا وزارت په دې برخه کې کار کوي او دا یې مسوولیت هم دی چې مالومه کړي، کوم ناروغان له درملو سره جوړ شوي او څنګه جوړ شوي دي.

دا چې خلکو شور جوړ کړی او پر حکومت او روغتیا وزارت تورونه پورې کوي، دا به د خلکو حق ځکه وګڼو چې خلک په دې برخه کې پوهاوی نه لري، که یې لرلی، نو د روغتیا وزارت د دې اقدام هرکلی به یې کړی وی چې د درملو د تشخیص لپاره کار کوي.

تاسو ولیدل ځینو کسانو له دې موضوع سیاسي ګټه پورته کوله او ځینو دا موضوع سمت او ژبې پسې وتړله، خو اصل خبره دا ده چې دا هر څه په افغانانو پورې اړه لري او افغانان یو حکومت لري چې خپل مسوولیت یې مالوم دی.

نو په تمه شئ چې ستاسو مسوولین په دې برخه کې کومې پایلې ته رسیږي، ژر درملنه ډير کله ژر مړینه او اعتیاد هم رامنځ ته کوي.