کرزی: پر اياز نيازي بريد غیر انساني او غیر اسلامي عمل دی 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، پخواني ولسمشر حامد کرزي وزير محمد اکبر خان جومات کې د تېرې ورځې بريد غاندلی او غیر انساني او غیر اسلامي عمل يې بللی دی. 
روهي د حامد کرزي له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "پخوانی جمهور رئیس دغه غیر انساني او غیر اسلامي برید د افغانستان د  سولې او استقلال د دښمنانو کار بولي چې غواړي د  علماوو، قومی مشرانو،  مصلحو او سوله غوښتونکو شخصیتونو په له منځه وړلو سره د آزادي غوښتنې ږغ خفه او د سولې روانې هڅې زیانمنې  کړي."

خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "حامد کرزی یو ځل بیا له دسائسو څخه د هېواد او ولس د خلاصون لپاره په جګړه کې له افغاني ښکېلو غاړو غواړي چې سره یو موټی شي او ژر تر ژره د سولې خبرې پیل او هېواد له روان ناورین څخه وژغوري."

مولوي اياز نيازی تېره ورځ وزير محمد اکبر خان جومات کې د ځانمرګي بريد له امله لومړی ټپي او وروسته يې ساه ورکړه.