اندېښنه: کرونا ويروس افغانستان د يو ستر بشري ناورين پر لور رهي کړی دی 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د ژغورنې نړيوالې کمېټې تېره ورځ په يو راپور کې اندېښنه ښوودلې  ده چې افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو زياتوالی بحران رامنځ ته کولی شي. 

ياده کمېټه وايي چې د افغانستان روغتيايي سېسټم بنسټونه د ټولو وګړو د معاينې او درملنې وړتيا نه لري او افغانستان کې د کرونا ويروس د پېښو ډېروالی يو ستر بشري ناورين رامنځ ته کولی شي. 

د کرونا ويروس د مړينې له ګواښونو وراېخوا، د خلکو بد اقتصادي وضعیت او اوس مهال مالي ستونزې او بې کارۍ هم نړيوالې ادارې د افغانستان  په اړه په اندېښنه کې کړې دي. 

د افغانستان عامې روغتيا وزارت هم خبرداری ورکوي، چې که چېرې خلک د روغتيا وزارت او په لويه کې د روغتيا پالانو لارښوونې جدې ونه نېسي نو افغانستان به له يو ستر بشري ناورين سره مخ شي.