ټرمپ: امريکا کې لاريون کوونکي (ترهګر) دي او سخته سزا به ورکړم 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو په ډېری ايالتو کې د جورج فلوید نومي تورپوستي له وژل کېدو وروسته لاريونونه پيل شوي دي چې په ځينو ښارونو کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ تاوتريخوالي هم شوي دي. 

د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې د جورج فلوید مړينه بې رحمانه عمل وو او  د وژل کېدو  په اړه به  یې  عدالت وشي. خو ټرمپ د  جورج فلوید  په ملاتړ لاريونونه ترهګريزې کړنې بللې دي. 

ټرمپ ويلي دي چې روان لاريونونه سوله ييز نه دي، عامه بنسټونو ته زيان رسوي او دا ترهګريزې کړنې دي، چې تر سره کوونکو ته به يې سخته سزا ورکړو او د اوږد وخت لپاره به يې زندانونو ته واچوو. 

ټرمپ لاريون کوونکو ته په خبرداري کې ويلي دي، "غواړم د دغه تروریستي اقداماتو تر سره کوونکو ته خبرداری ورکړم چې تاسو به له ډیرو سختو مجازاتو او اوږدمهاله بندونو سره مخ شی."

تر اوسه ۵۶۰۰ لاريون کوونکي نېول شوي  دي او ولسمشر ټرمپ د امريکا ملي ګارډ ته امر کړی دی، چې د ښارونو امنيت وساتي.