طالبانو د خپل مشر د مړينې يا په کرونا ويروس د ککړېدو خبرونه رد کړل 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، له تېرو څو ورځو راهيسې يو شمېر رسنۍ داسې راپورونه خپروي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند او يو شمېر نور مشران يې په کرونا ويروس ککړ شوي دي. ځينو رسنيو د ملا هبت الله اخوند د مړينې هم ويلي. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپورونه دی کړي دي؛ د ملا هبت الله اخوند او نورو طالب مشرانو د ژوند او روغتيا يي ويلي دي. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، "یوځل بیا په ځینو رسنیو کې پروپاګند اورو چې داسلامي امارت د زعیم او نورو مشرانو په اړه ناسم راپورونه خپروي چې ګنی د کرونا ناروغي ورته رسیدلې
 یا خدای مه کړه وفات شوي.

موږ داپروپاګند په کلکه ردوو، مشران الحمدلله جوړ، روغ او پخپلو کارونو بوخت دي، هيڅ ستونزه نه ده ورته پيښه شوې."

وړاندې د  فارن پالیسي په نوم لوېديځې رسنۍ د طالب مشرانو په اړه ويلي وو چې په کرونا ويروس ککړ شوي دي.