
روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د هندوستان د سېنما او هنري ډګر مشهور لوبغاړی، سندرغاړی او موسيقي جوړونکی واجد خان د ۴۲ کالونو په عمر ومړ. نوموړی په کرونا ويروس ککړو وو.
د واجد خان کورنۍ وايي چې نوموړي له دې وړاندې د پښتوروګو ناروغي هم درلود او بيا په کرونا ويروس هم ککړ شوی وو. نوموړي بالېوډ سېنما کې د فلمونو لپاره سندرې جوړولې.
د سلمان خان په شمول د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهورو لوبغاړو د واجد خان پر مړينې خواشيني ښوودلې او د هندوستان فلمي او هنري صنعت ته يې دا يوه ضايع بللې ده.