خليلزاد: نېږدې وخت کې به د بين الافغاني خبرو لپاره ځای او نېټه وټاکل شي 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، زلمي خليلزاد د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بيین الافغاني خبرو پيل ته هيله ښوودلې  ده. خليلزاد ويلي چې د دوی د تمرکز يو موضوع دا ده چې د بين الافغاني خبرو ځای او نېټه وټاکل شي. 

تېره و رځ د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم د ويډيو کنفرانس له لارې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان سولې بهير په اړه خبرې اترې کړې. 

خليلزاد له زادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي دي، "د بین‌الافغاني خبرو په اړه زموږ د بحثونو یوه برخه چې موږ ورباندې تمرکز کوو د مذاکراتو نېټه او ځای دی. دواړه لوري، افغان حکومت او طالبان باید پر دغو مسایلو توافق وکړي. یو شمېر هېوادونو وړاندیز کړی چې هلته دې مذاکرات وشي، خو لوري باید موافق وي چې چېرته. د نېټې مسئله هم ده، خو هغه د بندیانو په مبادله پورې تړاو لري، خو دا چې موږ پر دغو مسایلو خبرې کوو، دا یو پرمختګ دی."

په ورته وخت کې  د مصالحې  عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان حکومت مرکچي پلاوي سره لېدنه کې ويلي وو، چې د بنديانو خوشي کېدل د باور فضا رامنځ ته کوي او د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره به لار پرانېزي.