فضل احمد معنوي: د لويې رياستونو وېش تر اوسه پاتې دی 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانی مشر او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم مخکښ غړی فضل احمد معنوي وايي چې د دوی او ولسمشر غني د ډلې ترمن د لويو رياستونو وېش تر اوسه پاتې دی.

فضل احمد معنوي وايي چې دوی ته هم ويل شوي دي چې وړ کسان کابينې ته ور معرفي کړي خو تر اوس د لويو رياستونو په شمول د ځينو ادارو د وېش مساله پاتې ده او وروستۍ شوې نه ده. 

معنوي وايي چې له وزارتونو ور اېخوا د حکومت پر يو شمېر نورو مهمو څوکيو د وېش خبرې روانې دي چې کم وخت کې به هوکړې ته سره ورسيږي. 

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې اړوند به، سياسي واک پنځوس - پنځوس سلنه وېشل شوی وي او په ګډ به کابينه جوړيږي.