ولسمشرۍ ماڼۍ: نېږدې ورځو کې  کابينه ولسي جرګې ته وړاندې شي 

روهي (درې نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي چې د ولسمشر غني په مشرۍ به افغان حکومت په نېږدې ورځو کې د کابينې نوملړ چمتو او د باور رايې لپاره به يې ولسي جرګې ته ور معرفي کړي. 

صديق صديقي وايي چې د کابينې ټاکل او ولسي جرګې  ته معرفي کول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي چې کار پرې روان دی او نېږدې ورځو کې يې به يې چارې بشپړې شي. 

تېره ورځ ولسي جرګې يو شمېر غړو هم نيوکه کړې وه چې کومت تر اوسه د کابينې نوملړ نه دی بشپړ کړی او د وزارتونو چارې د سرپرستانو له خوا اجرا کيږي.