د افغانستان د وګړو شمېر نېږدې ۳۳ مېلېونه حساب شو 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د هېواد د احصايي مرکزي ادارې نن ورځ يو راپور کې ويلي دي چې د دوی د احتمالي احصايي پر اساس د افغانستان د وګړو شمېر ۳۲،۹ مېلېونه حساب شوی دی. دغه شمېرنه کې ۱۶،۸ نارينه او ۱۶،۱ مېلېون چې ۴۹ سلنه کيږي ښځينه حساب شوي دي. 

دغه احصايه په احتمالي ډول تر سره شوې ده. افغانستان کې کور په کور احصايه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۸ کال کې شوې وه. د اوسنۍ سر شمېرنې اړوند د کوچيانو شمېر يو نيم مېلېون ته رسيږي. 

د مرکزي احصايي اداره وايي چې د افغانستان د وګړو شمېر له ۳۳ مېلېونه ډېر دی او په دغه سر شمېرنه کې پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو کې کډوال افغانان نه دي حساب شوي.