علم ایزدیار: زما د زوی وژونکي دې پيدا او اعدام شي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار  وايي چې د ده د زوی او ور سره نورو عدالت غوښتونکو قاتلين بايد پيدا او اعدام شي. نوموړي د خپل وژل شوي زوی سالم ايزديار او د هغې د ملګرو د مړينې پر درېيمې تلين غونډه کې وينا کوله. 

د محمد علم ایزدیار زوی سالم ايزديار درې کاله وړاندې د کابل زنبق څلورلارې کې د لاريون پر مهال وژل شوي وو. د يادې پېښې د درېيم تلين غونډې د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی وو. 

د مشرانو جرکې لومړی مرستيال وايي چې درې کاله تيريږي خو حکومت تر اوسه د (جنبش رستاخېز تغییر) پر غړو ډزې کوونکي چې په پايله کې يې د دوی او يو شمېر نور ووژل شول، نه دي نېولي. 

ايزديار د د کابل پخوانی د امنیه قوماندان جنرال حسن‌شاه فروغ او د کابل ګارنېزیون د قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي تورونوي چې په لاريون کوونکو د ډزو امر يې کړی وو.