عامې روغتيا وزارت ته د حکيم الکوزي چلنج: که درمل مې کار ورنه کړي زندان ته مې واچوئ 

روهي (درې نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د حکيم الکوزي په نوم د يو افغان حکيم له خوا د کرونا ويروس ضد واکسين او درمل جوړلو جنجالي موضوع شوې ده. حيکم وايي چې که چېرې يې درمل او واکسين کار ونه کړي نو زندان ته يې دې واچول شي. 

د دغه حکیم ملاتړو هم تېره ورځ لاریون کړی او حکومت يې تورن کړ چې د مافيايي ډلو د د فشارونو پر اساس يې د حکيم الکوزي کلينک تړلی. لاريون کوونکي وايي چې د حکيم درملو پايله ورکړې ده او په مقابل کې کابل د افغان - جاپان په نوم د حکومت روغتون نه شي کولی د کرونا ويروس د نارغانو درملنه وکړي. 

د عامې روغتيا وزارت بيا وايي چې حکيم الکوزي د درملو جوړولو جواز نه درلود، کلينک کې يې هېڅ مسلکي کس شتون نه لري. همدا ډول د نوموړي د کلينک ته څېرمه ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه چې  د کرونا ويروس د خپرېدو لامل کېدو. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې دوی د حکيم الکوزي له خوا جوړ شوي درمل ازمويي او که چېرې يې پايله ورکره نو د روغتیا نړيوال سازمان سره به يې هم شريک کړي.