له حکومت د ډاکټر نجيب الله ميرمنې غوښتنه: د دوکتور نجيب الله او د هغې د ورور د وژنې قضيه وڅېړئ

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د افغانستان د پخواني ولسمشر دوکتور نجيب الله ميرمنې فتانه نجيب په يو غږيز پيغام کې  له افغان حکومت غوښتي دي چې  د نوموړي او د هغې  د ورور شاپور احمدزي د وژنې قضيه دې وڅېړي. 

نوموړې  دغه غږيز پيغام کې ويلي دي چې د ډاکټر نجيب الله له وژل کېدو ۲۴ کالونه  تيريږي خو د ځوانانو، پوهنتون محصلینو، پارلمان د غړو، ملکي او پوځي چارواکو په زړونو کې د نوموړي ځای ځانګړی دی او پر مزار يې د ګلونو ګېډۍ ږدي. 

فتانه نجيب ويلي دي چې د داکټر نجيب الله د مزار له جوړېدو وړاندې  بايد حکومت د هغې د وژل کېدو قضيه وڅېړي، لاملونه او تر شا لاسونه يې بايد له ولس سره شريک کړي. 

د پخواني ولسمشر ميرمنې د سولې او هېواد پالنه برخه کې د ډاکټر نجيب الله په مينې او دريځ خبرې کړې دي او ويلي دي چې کالونه وروسته هم دی د خپلو خلکو په زړونو کې ژوندی دی. 

ميرمن فتانه نجيب ويلي دي چې د ډاکټر نجيب الله د مړينې لاملونه د ملګرو ملتونو په دفتر کې شته دي چې حکومت يې بايد وپلټي.