خلک: حکومت د حکيم الکوزي کلينک د مافيا د فشار پر اساس وتړلو

روهي (درې نۍ/۱۲ د غبرګولي)، يو شمېر کابل ښاريان د حکيم الکوزي په نوم د يو افغان حکيم د کلينک په تړلو د عامې روغتيا وزارت پر اقدام نيوکه کوي او د اعتراض په ډول يې لاريون کړی. 

لاریون کوونکي وايي چې افغان - جاپان روغتون کې د کرونا ويروس د ناروغانو درملنه نه کيږي، له ۹۰ بيا تر ۹۵ سلنه ناروغان چې  افغان - جاپان روغتون کې بستر کيږي مري او هلته هېڅ تضمين شتون نه لری. 

لاریون کوونکي وايي چې عامې روغتيا وزارت او حکومت د مافيايي ډلو او هغه کسانو  چې په کرونا ويروس کې خپل سوداګري کوي تر فشار وروسته د حکيم الکوزي کلينک وتړو. 

دغه افغان حکيم هم عامې روغتيا وزارت او روغتياپالانو ته چلنج ورکړی دی، چې که چېرې د ده درمل خراب او بې اغېزې وو نو دی تيار دی چې زندان ته لاړ شي. 

بيا له بلې خوا تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح په يوې خبري ناسته کې وويل چې دوی د حکيم الکوزي کلينک تړلی او د جوړ شوي درملو په اړه يې پلټنې کوي.