ټرمپ امريکا کې لاريونونه بغاوتونه بللي او پوځيانو ته يې امر کړی چې ويې ځپئ 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په يو څو ټوېټري پيغامونو کې امريکا متحدو ايالتو کې روان لاريونونو سره مخالفت ښوودلی دی او هغه يې بغاوتونه بللي دي. 

ټرمپ ويلي دي چې نړۍ د دوی په ننداره ده او د امريکا متحد ايالتو ملي ګارډ بايد دغه خلک چې لاریونونه کوي وځپي. نوموړي د امريکا ښاري قومندانانو او ښاروالانو ته امر کړی، چې دغ لاريون کوونکي ځپي. 

نوموړي په مینیاپولیس ښار کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ د تاوتريخوالي په اړه ويلي دي چې د مینیاپولیس ښار ښاروال او پوځیانو ته مبارکي وايم چې بغاوت جوړونکي لاريون کوونکي يې وځپل. 

دغه لاریونونه محتدو ايالتو کې د آنتیفا په نوم د فاشېزم د غورځنګ له خوا په لار اچول شوي دي او ټرمپ ګواښ کړی دی چې دغه غورځنګ به د ترهګرو ډلو په نوملړ کې واچوي.