
روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې نوي ډيلي کې د پاکستان سفارت دوه ډیپلوماټانو له ډیپلوماټيکو اصولو وراېخوا د جاسوسۍ چارې تر سره کولې.
د بهرنيو چارو وزارت وايي چې ياد ډیپلوماټان د هندي امنيتي ځواکونو له خوا ونېول شول او ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی دی، چې د هندوستان له خاورې ووځي.
د پاکستان حکومت د هندي پوليسو له خوا د پاکستان ډیپلوماټانو نېول او د جاسوسۍ تور پرې پوري کول غاندلي دي او ويلي دي چې دا د نوي ډيلي له خوا د اسلام اباد پر وړاندې د پروپاګندا لړۍ ده چې د هند حکومت يې په قضدي ډول تر سره کوي.
۲۰۱۶ کال کې هم هندوستان او پاکستان د یو او بل پر ډیپلوماټانو د جاسوسۍ تورونه پوري کړي وو، هغه مهال پاکستان اته هندي او هندوستان شپږ پاکستاني ډیپلوماټان په جاسوسۍ تورن کړي وو.