کابل کې نن بيا چاودنه شوې 



روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، نن ماذديګر شااوخوا پنځه بجې د کابل ښار په لب جر نومي څلور لاره کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه شوې، چې درې کسان په کې ټپيان شوي  دي. 

کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د دغه چاودنې پخلی کړی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت په اړه څه نه دي ويلي. 

تېره ورځ هم د کابل ښار څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې چاودنه وشوه چې د خورشيد په نوم د يو خصوصي تلوزيون دوه کارمندان په کې ووژل شول او شپږ يې ټپيان کړل. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
مالوماتي ويډيوګانې

lower third - د ویډیو پر سر د سرلیک ځای پر ځای کول

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ