روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، د کرونا ويروس ناروغانو کې د ناروغۍ نښې او د ناروغۍ شدت توپير دی او تر ډېره د ناروغ کس د وجود په دفاعي سېسټم او تېر کې د ناروغيو د شتون او يا نشتون پوري اړه لري. د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس نښې - نښانې ۱۳ ښوودلې دي، چې درې يې عادي نښې، اووه يې نادرې او درې نورې يې بيا ډېرې شديدې نښې ښوودل شوې دي.
که چېرې يو کس د کرونا ويروس عادي او نادرې نښې ولري نو د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو او څېړنو اړوند له درېيو تر شپږ او يا هم تر دوه اوونيو وخت نېسي چې ناروغ کس جوړ شي. همدا ډول که چېرې یو کس د کرونا ویروس نښې شديدې شوې وي (نفس تنګي، پر سينه فشار او د حرکت او خبرو نه کولو حالت وي)، نو په دې صورت کې له يوې تر دوه يا درېيو مياشتو وخت نيسي.
د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنه دا ده چې په کرونا ويروس ککړ کسان دي په هغه صورت کې چې عادي نښې - نښانې ولري او مصنوعي اکسيجن ته يې اړتيا نه وي بايد په خپلو کورونو کې کرنتين پاتې شي او د څلور لسو ورځو په موده کې بېرته جوړيږي، خو د که د ناروغۍ نښې شديدې شوې وي، نو بيا روغتون ته د تګ اړتيا ده.
وروستي