پاکستان هم په کې مخکښ شو؛ ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳زره نوې پېښې ثبت شوې دي



روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، وروسته له هغې چې کرونا ويروس پاکستان ته ورسېد په يوه شپه - ورځ کې د ۳زره مثبتو پېښو ثبت بې سارې بلل کيږي. د نوې پېښو په ثبت سره پاکستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر اويا زره ته نېږدې شو. 

د کرونا ويروس تر ټولې ډېرې پېښې په سند ايالت کې دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۰۰ مثبتې پېښې په ياد ايالت کې ثبت شوې او ۱۶کسان مړه شوي  دي. سند ايالت کې ټولې مثبتې پېښې ۲۸ زره دي. 

که څه هم پاکستان کې کرونا ويروس نه دی کنټرول شوی خو حکومت په تګ - راتګ بندېزونه کم کړي او ټولو کورنيو او بهرينو الوتنو ته يې هم اجازه ورکړې ده.  

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ