صلاح الدين رباني: طالبانو سره د سولې په اړه مونږ تر اوسه تصميم نه دی نېولی 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، د اسلامي جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبري ناستې به اړه غبرګون ښوودلی. عبدالله عبدالله تېره ورځ ویلی وو چې طالبانو سره د حکومت په مرکچي پلاوي کې د جمعيت ګوند غړي شتون لري. 

جمعيت ګوند په يوې خبرې پاڼه کې د عبدالله عبدالله خبرې رد کړي او ليکلي دي چې اسلامي جمعيت ګوند طالبانو سره د حکومت په مرکچي پلاوي کې هېڅ کوم کس په رسمي ډول سره نه دی معرفي کړی.

دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې هرکله طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي نو جمعيت ګوند به هغه مهال خپل دريځ څرګند کړي.