عامې روغتيا وزارت وايي چې د اکسېجن او تابوتونو د کمښت شونتيا شته 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکړی دی چې هېواد کې د کرونا ويروس پېښې له يوې بلې ورځې ته په ډېرېدو دي او که چېرې خلک د روغتيا وزارت لارښوونې پلې نه کړي نو بحران به رامنځ ته شي. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر وحيد مجروح نن ورځ کابل کې يوې رسنيزې ناسته ته ويلي دي چې هېواد کې کرونا ويروس د يو ستر ناورين او بحران پر لور روان دی. 

ډاکټر مجروح ويلي  دي چې که چېرې نيم کابل ښار په کرونا ويروس ککړ شي نو عامې روغتيا وزارت د دومره اکسېجن د تولېد او حتی د تابوتونو د چمتو کولو شونتيا نه لري چې ټولو ته يې ورسوي. ده په ټېنګار له خلکو وغوښتل چې کرونا جدي ونېسي. 

تر اوسه ۲۵۷ کسان د کرونا ويروس له امله په هېواد کې مړه شوي دي، چې اته کسان يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وو.