امريکا کې نژادي تاوتريخوالی 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولی)، د امريکا متحدو ايالتو کې د پوليسو له خوا د يو تور پوستکی له وژل کېدو وروسته لاريونونه پيل شوي دي؛ د سپين پوستو او تور پوستو د نژادي توپيرونو مسايل راپورته شوي دي. 

وژل شوی کس جورج فلوید نومېده چې پوليس د جعلي پېسو په تور ونېول، سر يې ور مات کړ او ومړ. نيوکه کوونکي وايي چې پوليسو دغه وژنه د نژادي توپيرونو پر بنسټ کړېده. 

د کرونا ويروس له ګواښونو سره - سره له تېرې جمعې ورځې د امريکا متحدو ايالتو په بيلا بيلو ښارونو کې لاريونونه کيږي چې ځيني برخو کې په تاوتريخوالي هم اوښتي دي. 

د متحدو ايالتو پلازمينې واشنګټن کې لاريون کوونکو د سپنې ماڼۍ لار بند کړه چې وروسته د سپينې ماڼۍ د ځانګړو ساتونکو او لاريون کوونکو ترمنځ تاوتريخوالی شوی او امنيتي کسانو پر لاريون کوونکو ډزې کړي. 

هغه پوليس افسر چې د جورج فلوید پر وژنې تورن دی نېول شوی دی.