انسان تښتونکي يې کار او ژوند ته نه پرېږدي؛ هرات کې صرافانو اعتصاب کړی 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، هرات کې صرافانو د جنايي پېښو د ډېروالي او انسان تښتونې پېښو ډېرېدو له امله اعتصاب کړی دی. د هرات د صرافانو اتحاديه وايي چې په تېرې يوې اوونۍ کې دوه صرافان  تښښتول شوي دي. 

د هرات د صرافانو اتحاديې شمېرې ښيي چې په تېرې يوې مياشت کې نهه صرافان انسان تښتونکو وړي چې بيا د مېلېونه افغانيو په بدل کې ازاد شوي دي. دوی خبرداری ورکوي چې تر څو يې امنيت ډاډمن شوی نه وی اعتصاب ته به دوام ورکړي. 

صرافان شکايت کوي چې وسله وال غله او انسان تښتونکي د ملي امنيت او ملي اردو له يونېفوم په ګټې صرافانو ته لار نيسي او کورونو ته ورځي او په دې ډول يې ژوندي له ځان سره وړی.