د خورشيد تلويزون دوه کارمندان په کې ووژل شول؛ افغان حکومت او سياسيونو د کابل د تېرې ورځې چاودنه غاندلې 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، تېره ورځ د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د خورشيد خصوصي تلويزون پر موټر چاودنه وشوه چې په پايله کې يې د دغه تلويزون دوه کارمددان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. 

ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو افغان سياسيونو دغه بريد غاندلی او قربانيانو سره يې خواخوږي ښوودلې. 

په ورته وخت کې کابل کې د امريکا سفارت هم په يوې اعلاميې کې د تېرې ورځې بريد غاندلی دی. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.