روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، له تېرو څو ورځو پر ټولنيزو رسنيو د الکوزي په نوم د يو افغان حکيم کسيه د شهرت تر اوجه رسېدلې ده. حکيم الکوزی په دې شهرت ته ورسېد چې ګواکي د کرونا ويروس واکسين يې جوړ کړی دی. له ټولنيزو رسنيو ور اېخوا د هېواد يو شمېر غږيزو او انځوريزو رسنيو هم د حکيم الکوزي پر ادعاوو راپورونه جوړ کړي.
دغه کس ادعا کوي چې له طعبيي بوټو يې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ کړی دی او تر اوسه په لسګونه کسان د دغه درملو په وسيله له کوېډ-۱۹ جوړ شوي دي. ځيني کسان هم دا ادها کوي چې حکومت دې د حکيم الکوزي غږ واوري او درمل يې د اغيز وړ بولي.
خو د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې حکيم الکوزی د عامې روغتيا وزارت سره ثبت او رېجسټر نه دی، د درملو جوړولو جواز نه لري او همدا ډول يې په کلینک کې هېڅ ډول مسلکي کس شتون نه لري. حکومت د نوموړي کلينک تړلی او د ده جوړ شوي درمل يې د تشخيص لپاره اخېستي دي.
عامې روغتيا وزارت يو پلاوي له حکيم الکوزي سره لېدلي دي او زياتوي چې د نوموړي له خوا د جوړو شوي درملو په اړه به مالومات خلکو سره شريک کړي.
وروستي