طالبانو  بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د حکومت ۷۳ بنديان خوشي کړي 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، وسله والو طالبانو نن ورځ په  بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د افغان حکومت يو شمېر  بندان ازاد کړي دي. د طالبانو په وينا چې ازاد شوي کسان پوځيان وو. 

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين پر ټوېټر ليکلي دي، ‏"نن ورځ یوځل بیا په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د کابل ادارې ۷۳ تنه عسکر د اسلامي امارت له زندانونو څخه آزاد شول.

د جامو او فی نفر د ۵۰۰۰ افغانیو په ورکړې سره خپلو کورنیوته واستول شول.
په دې سره تر اوسه پورې د کابل ادارې ټول ۴۲۰ تنه عسکر خوشي شوي دي." 

له دې وړاندې افغان حکومت د طالبانو دوه زره بنديان ازاد کړي دي، چې زر يې له اختر وړاندې او زر نور يې د ولسمشر غني په فرمان له کوچني اختر وروسته ازاد شول.