ولسمشر غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه.

جمهوررئیس غني دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف ته د ښه راغلاست پرمهال د روسیې له جمهوررئیس او د بهرنیو چارو وزیر څخه د هغه د معرفي کولو مننه وکړه.

جمهوررئیس هغه ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، ستاسو نوی ماموریت به د افغانستان او روسیې ترمنځ د مناسباتو او همکاریو نوی فصل پرانېزي او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو مناسبات لا زیات غښتلي شي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره چې د افغانستان مهم شریکان دي، اړیکې پراخې کړي او موږ هر کال دې هیوادونو ته زرګونه ټنه کرنیز محصولات صادرو.

جمهوررئیس وویل: موږ د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه افغانستان ته انرژي واردو او غواړو خپلو محصولاتو ته نورې لارې هم پرانېزو په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته، ترڅو وچې میوې او نور توکي ورته صادر کړو. موږ له سیمې او روسیې سره د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو غوښتونکي یوو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، راتلونکې ته زموږ لیدلوری دا دی چې په افغانستان کې ریل پټلۍ سرتاسري کړو او بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د صادرېدو زمینه برابره کړو. همداراز افغانستان او روسیه به د سیمه ییزو همکاریو په غښتلتیا او سولې ګډ کار وکړي.

د روسیې نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف له جمهوررئیس څخه د باورلیک منلو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې په خپل ماموریت خوښي وښوده.
هغه وویل، د خپل ماموریت پر مهال به له افغانستان سره د روسیې د مناسباتو د لا پياوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.