بریاوې او ناکامۍ

دا چې ژوند مو له زوکړې تر پائیزو سلګیو او مرحلې پورې د امیدونو د سیلونو موجونه دي؛ او د شته روان بحر له اوبو یې څښکو نو د دغو اوبو خوږوالی او تریخوالی دغو هیلو ته تړلی دی چې له امله یې موږ بریاوو یا ناکامیو ته رسیږو. 

خو دا ټولې بریاوې او ناکامۍ د موږ هغو کړنو ته تړلي دي چې موږ یې په ورځني ژوند کې ترسره کوو او هیره د نوي چې د دغو کړنو د پایلو له نتیجو او پائیزو یې موږ خپلې ترخې او خوږې څښکو. 

خو د دغو خوږو د لا مزیداره کیدو لپاره ځینې ګامونو او هڅو ته اړتیا ده چې باید ترسره یې کړو او د همغو خوږو بدیل بیا  زموږ دغو هڅو پورې تړلی دی:

     ١- دا چې په ځان باور ولرو چې(زه ) یې کولی شم. 

     ٢- ځان ته داسې ډاډ ورکول ګواکې چې که یې اوس نشم کولای، نو په خپلو دوامداره هڅو مې هغه حتمن کوم. 

    ٣- خپل ځان ته ارزښت او اهمیت ورکول که هغه په هر ډول خوږو( د کامیابیو ) او ترخو( ناکامیو ) شیبو او لحظو کې وي.

٤- تر ډیره نورو نه ځان کم ونه ګڼو چې ګواکې زه هغه څه؛ کوم چې هغه یا هغوی یې کولی شي او زه یې نه شم کولی. نو له ذهنه د ورته لید درلودل ایستل مو کولای شي پوړیو ته ورسوي. 

٥- له نورو سره سالمه مبارزه او ډګر مو خپلو موخو ته نژدې کولای شي. 

٦- تل پاتې هڅې او خپلو موخو ته ارزښت ورکول. 

٧- ځان ته داسې انګیزه او تفکر ورکول دا چې هغه کسان کوم چې نن د بریاوو لوړو پوړیو کې دي هغوی هم یو وخت زما په شان په همدې حالت او مقام کې وو کوم چې زه په اوسني حال یا هم مقام کې یم. 

پورتنۍ کرښې تر ډیره زموږ د خوږو ( بریاوو ) او ترخو (ناکامیو ) له بدیلونو څخه ګرځیدای شي کوم چې تر ډیره زموږ هلوځلو ته تړلي دي. 

خو بریاوې هغه دي کوم چې مو تل موسکۍ او له خپلو کړو خوښ څرګندوي او تل مو پر شونډو موسکا نڅا کولو ته هڅوي. 

خو ترڅنګ یې تریخوالی( ناکامي ) موږ خورا غمګینه او غمګیني رابښي، کوم چې کولای شي موږ ته له خپلو بریو وروسته والی راوبښي، هغه چې سبب او لامل یې موږ خپله یو. 

نو د ژوند د لا ښه کیدو لپاره اړینه ده تر څو خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر له هر ډول ګامونو دریغ ونکړو او خپلو اهدافو او موخو ته د رسیدو لپاره په کلک هوډ مخته ولاړ شو، تر څو پوړیو ته د رسیدو په درشل کې خپلو لرونکو موخو ته نزدیکت تر لاسه کړو.