کابل کې چاودنه: د خورشيد تلويزون دوه کارمندان وژل شوي 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د خورشيد په نوم د يو خصوصي تلويزون دوه کارمندان وژل شوي دي. 

سرچينې وايي چې چاودنه د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماين له امله شوې ده. دې پېښه کې د ياد تلويزون شپږ نور کارمندان ټپيان شوي هم دي. 

د جاوید فرهاد په نوم د خورشيد تلويزون يو همکار د خپلو دوه کارمندانو وژل کېدل او شپږو ټپيان کېدل تائيد کړي دي. تر اوسه وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.