ډاکټر عبدالله: د يو مسلمان او افغان په توګه  به خپل کار ټولو سره په مشوره تر سره کوم 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د جوړجاړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوي سرسه وکتل او د مصالحې عالي شورا د چارو په اړه يې خبري ناسته کې خبرې وکړې. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د مصالحې عالي شورا د مشر او يو مسلمان او افغان په توګه به د سولې چارې ټول شموله پيل کړي او د ټولنې د هرې برخې او هر قوم په استازېتوب به دغه بهير وړاندې وړي. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې او همدا ډول د عمومي ناستې يا مجموعې نومونه به راتلونکې اوونۍ له خلکو سره شريک کړي. 

نوموړي د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه ويلي دي چې که څه هم دغه ټيم يو بشپړ ټيم نه دی خو بيا هم ډېر ښه او غوره ټيم دی. 

نوموړي د کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند اعلان هم ستايلی دی او ويلي د تاوتريخوالی کمښت د سولې خبرو لپاره ښه زمېنه برابروالی شي. 

د حکومت مرکچي پلاوي او د مصالحې عالي شورا له جوړښت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې ډاکټر عبدالله عبدالله له ياد پلاوی سره په رسمي ډول لېدنه کوي.