تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۶ تازه پېښې ثبت شوې او ټول - ټال پېښې له ۱۴،۵ زره واوښې 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۸۶۶ تازه پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵۲۵ ته ورسېد.  

د ۸۶۶ پېښو له ډلې؛ کابل کې ۴۱۱، هرات کې ۱۷۷، بلخ کې ۳۹، ننکرهار کې ۳۵، تخار کېط ۲۹، پکتيا کې ۲۸، پروان ې ۲۷، بادغیس کې ۲۶، بغلان او لوګر کې ۱۹ - ۱۹ پېښې ثبت شوې  دي. 

د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې پېښې د هېواد په پنځو سترو ولايتونو؛ کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې دي. د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې له کرونا ويروس د رغېدلي کسانو شمېر ۱۳۰۳ او د مړو شمېر ۲۴۹ تنو ته ورسېد.