د چينايي ډاکټرانو هيله: کرونا ته په اغېزمن واکسين کار کوو 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، يو شمېر چنيايي ډاکټرانو بېړنۍ هڅې پيل کړې دي، ترڅو کرونا ويروس لپاره واکسين جوړ کړي. دوی هيله ښوودلې ده چې دغه واکسين به اغېز لرونکی وي. 

دغه واکسين چين کې د يو خصوصي شرکت له خوا جوړيږي چې وروسته به يې د وروستۍ پايله لپاره يو شمېر اروپايي هېوادونو ته ولېږي. تر اوسه نړۍ کې هېڅ ارګان او کس د کرونا ويروس د واکسين او درملو په جوړېدو نه دي توانېدلي. 

دغه خصوصي شرکت سینوواک نوميږي او مسوولين يې هيله ښيي چې دغه واکسين به په نړيواله کچه د هرکلي وړ وي او د کرونا ويروس پر وړاندې به يې اغېز مثبت وي. 

کرونا ويروس تر اوسه نړۍ کې تر شپږ مېلېونه کسان نېولي او له درې لکه ډېر يې مړه کړي دي.