افغان ځواکونو له وسله والو انسان تښتونکو يوه ميرمن را خلاصه کړه 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، تېره شپه د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ پیر کنده کاو نومي سيمه کې افغان پوليسو د غېر مسووله وسله والو او انسان تښتونکو له منګولو يوه ميرمن ژغورلې ده. 

د تخار د پوليس وياند خليل اسير د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې په دې عملياتو کې د وسله والو قومندان وژل شوی، يو شمېر کسان سره د غېز قانوني وسلو نېول شوي دي. 

د تخار پوليسو ويلي دي چې ژغورل شوې ميرمن د کابل ولايت اوسېدونکې ده چې څه وخت وړاندې د يادو وسله والو له خوا تښتول شوې وه. پوليس وايي چې نېول شوي کسان د وژنې او وسله والو غلاوو په نورو پېښو کې هم ککړ دي.