حکومت ۱۶۴ زندانيان د حزب اسلامي په نوم خوشي کړل خو په منځ کې طالب بنديان هم شته دي 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، افغان حکومت تېره ورځ د څرخی بله او بګرام زندانونو د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند د ۱۳۹۵ هوکړې اړوند ۱۶۴حزبي بنديان ازاد کړل. 

د ګلبدين حکمتيار او افغان حکومت ترمنځ د شوې هوکړې کمېسيون وايي چې په راتلونکې کې به د شوې هوکړې اړوند يو شمېر نور د حزب اسلامي بنديان هم له زندان ازاد شي. 

په ورته وخت کې د ۱۶۴بنديانو له ډلې یو شمېر يې رسنيو ته ويلي دي چې د دوی له حزب اسلامي سره کوم تړاو نه لري، بلکې د افغان ځوکونو له خوا طالبانو سره د همکارۍ په تور نېول شوي او زنداني شوي وو. 

له ننګرهار او غزني ځينو بنديانو رسنيو ته ويلي دي چې د حکومت پوځي کارمندان وو، خو د طالبانو سره د اړيکو درلودو پر اساس ورته دوسې جوړې او بنديان شول، چې اوس مهال د حزب اسلامي د بنديانو په نوم ازاد شول.