ناټو له افغانستانه پر ملاتړ بيا ځلي ټېنګار کړی

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د ناټو مرستيال میرچه ګیوآن د يو شمېر نړیوالو سازمانونو په ناسته کې له افغانستان څخه د ناټو بر ملاتړ ټېنګار کړی دی. ياده ناسته کې د ناټو د متحدينو او همکارانو افغانستان سره ژمنتيا وښووده. 

د ناټو مرستيال رمیرچه ګیوآن ويلي دي چې ناټو به د غوڅ ملاتړ په چوکات کې افغان ځواکونو سره د سلا مشورې، زده کړو او مالي مرستو برخو کې کمک او ملاتړ کوي. 

د ناټو د مرستيال په ګډون ياده ناسته کې د افغان سياسي مشرانو ترمنځ د سياسي هوکړې او د کوچني اختر به ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند څخه هم هرکلی شوی او ستايل شوي دي.