د دښمن پيچلي لومې او زمونږ احساساتي الوت!

د دښمن پيچلي لومې او زمونږ احساساتي الوت!  / عبدالوحید وحيد
 
يو تريخ حقيقت چې زمونږ په هیواد باندې د پرديو لخوا د بيا بيا يرغلونو په پايله کې راته عملاً ثابت شوئ، داده چې افغانان که  د پردي دښمن په وړاندې د قرباني ايثار او مقاومت ښه تاريخ لري، خو بل پلو ته بيا د خپلمنځي جوړجاړي، نظام جوړولو، د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې په مطلق ډول ناکام شوي دي. له نړيوالو سره اوږه په اوږه يو ځاى د خپلې ټولنې د زده کړو د کچې په پورته کولو، د لوږې د کچې په ښکته کولو، پرمختګونو او اقتصادي ودې په برخه کې لاهم د نړيوالې ټولنې په اوږو بار دي، بېوسه دي او سترې نيمګړتياوې لري. مونږ جګړه کولاى شو، پردى دښمن ماتولاى شو، خو د خپلمنځي سولې وړتیا همت، شجاعت او دود نه لرو. له همدې امله نن په کور د ننه او په اسلامي امت کې د مبارزې او جهاد د سرلارو په تړاو سپکې سپورې ويل کېږي چې ولې يې د يرغلګرو په وړاندې له وسلوال مقاومت څخه وروسته پړاو لپاره چمتووالى او تابيا نه درلوده او له ولسي هيلو سره سم نظام جوړولو کې نه يوازې پاتې راغلل بلکې د واک په سر په خپلمنځي جګړه کې سره ښکېل شول، جهاد يې بدنام او هيواد يې ويجاړ کړ. د جهاد په ډګر کې ګټلې بريا يې په سيند لاهو کړي اوهيواد يې ديوه متجاوز څخه له دخلاصيدو وروسته دبل منګولو ته واچاوه.
 
څوک چې د دښمن لخوا د جګړې ډګر پريښودل بريا ګڼي، د نيرنګونو د بدلون ارزونه يې نشي کولاى او دلته د رواني پيچلي استخباراتي جګړې له کږلیچونو سره احساساتي چلن کوي، له نه جبران کيدونکي ستونځو سره مخ کيږي.
 
که يوازې د دښمن د جګړې پريښودل، تاکتیک بدلول او بيرته تلل زمونږ بريا او فتحه وي نو مونږ يقيناً فاتحين يو. پردى دښمن مو شړلئ، جګړه مو ګټلې او دښمن مو مات کړئ ده، خو داسې نه ده. دښمنان مو هروخت زرنګ هوښيار او زمونږ د ذهني تړاوونو په هکله ژوره ارزونه لري، خو مونږ هروخت د دښمن د مکاريو په تړاو احساساتي چلن کړئ ده. کله مو هم د دښمن د ماتې د لاملونو دقيقه ارزونه او د همدغې ماتې تر شا د جوړو شويو توطئو او دسيسو ارزونه نه ده کړې. مونږ د جګړو په ډګر کې نه ماتیږو. مونږ د قرباني او ايثار له هوډ سره د جنګ ميدان ته ځو او دښمن ماتوو، خو مونږ ډير څه بايللې دي. له جګړو وروسته تر ټولو سخته مرحله د خپل ولس د زخمونو درملنه او د نظام جوړولو کې تل پاتې راغلي يو. تر ټولو ستره ستونځه داده چې مونږ د خپلې بريا او د دښمن لخوا د تاکتیک بدلول بشپړه ماته ګڼو او همدغه خوشحالي کې احساساتي نڅا کوو، خو لاملونه يې نه څيړو. مونږ جګړه ګټلې، خو سوله مو بايللې ده. ديني عاطفه مو بايللې ده. ملي ارزښتونه مو بايللې دي ورورولي او ملي يووالئ مو بايللئ ده. ټولنيز دودونه مو بايللي دي. سوله مو له تيرو څلورو لسیزو راهیسې ورکه کړې ده، خو مات شوي دښمنان مو لاهم له برمه ډک ژوند لري او په نړئ باندي د حکومت کولو اراده يې نه ده ترک کړې.
 
هغه مات شوئ انګليس او هغه شړل شوي روسان نن بيا زمونږ د هیواد په کې اغيزمن رول لوبوي مطرح ځواکونه دي خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي د جګړو اور ته لمن وهي، د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي خو هيڅوک يې مخ هم نشي نيولاى.
 
امريکا خو مه ښوروئ! هغه خو لا اوس ټولو ته فرمانونه او احکام شغوي راشغوي، د جګړې په ډګر کې پريکنده رول لري د حکومت او طالبانو ترمنځ د دښمنې اور ته تيل پمپ کوي، يو ټويټ د حکومت په پلوي او بل د طالب په حمايت کې شغوي، خو مونږ پرديو درمندانو ته برکت برکت نارې وهم، ځکه چې مونږ په کور دننه ستونځې لرو او له يو بل سره لاس او ګریوان يو. که طالب له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته ټوله انرژي په حکومتي امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو په وژلو مصرفوي نو حکومت هم د احساساتو او جزباتو په توپاني امواجو کې له طالب څخه د غچ اخیستو لپاره تياري نيسي. د جګړو ډګر ګرم د افغان وينه ارزانه او ولس ايله بيله د هغوى ترمنځ په نښتو کې د خپلو وژل شويو بچيانو مړه جسدونه پورته کوي، جنازې فاتحې او ماتمونه کوي.
 
د شک او تردد ځاى نشته چې د پردي نظامي اقتصادي فرهنګي او ادبي يرغل په وړاندې مبارزه وياړ شهامت او شجاعت ده، خو له خپلمنځي جګړو ستړي شوي يو. په دغه تړاو فکر هم نه کوو. جګړه افغانان وژني. جګړه ټوټه ټوټه جسدونه په ډګر کې پريږړئ. جګړه د افغانې مورکئ ځيګر سورئ کوي جګړه د بوډا پلار د هيلو ډيوه وژنې. کورنئ جګړه د ملت هسکه شمله ښکته کوي او له افتخاراتو ډکه لمن يې تشوي.
 
مونږ اوس له يرغلګرو سره په جګړه کې ښکېل نه يو. اوس په هيواد کې د سرتاسري سولې لپاره مقدس جهاد ته اړتيا لرو. هغه جهاد چې له څو لسیزو راپدیخوا مو نه ده کړئ. هغه جهاد د رب العزت حکم پرځاى کوى او د نړئ له نورو خلکو څخه د خيرات غوښتلو پرځاى له هغوى سره د سيالي مرحلې ته راکاږي. په اوسنيو حالاتو کې د حکومت مسئوليت دروند خو کړنې يې لاهم د ولسي قناعت وړ نه دي.
 
د حکومت لخوا له سولې سره د شوراګانو، دفترونو کميسيونونو، وزارت جوړولو او د نازدانه ګانو ګمارلو ننداره ايزو کړنو، غولونکئ چلن اوس هم دوام لري. په دغه تړاو د اغيزمنو او په واقعيتونو باندې ولاړو تګلارو نه شتون له امله له تيرو څه کم دوه لسیزو راهیسې يوازې سمبوليکې کړنې ترسره شوې دي. کرزي څو کاله د قطر دفتر پرانستلو ته څڼې واړولې را واړولې. څو کاله يې د ملا برادر خلاصيدو ته نذرونه ايښودل او د زيارتونو لکړې ښورولې او ولسمشر غني هم تير پنځه کاله يې د خليلزاد مداري نندارې ته لاسونه وپړکول. طالبانو د قطر دفتر ديپلوماتيکه فتحه وګڼله، له نړيوالو سره د اړيکو د ساتلو په لور لمړى ګام يې وباله. له امریکا سره د تړون لاسلیک کول د کابل د نيولو لپاره مقدمه ګڼي. له رښتونې مصالحې څخه د داخلي مخالفتونو را پاريدلو او د خپلمینځي انتشار ويره لري، خو دغه ويره يې موجه او منطقي اړخ نلري. امریکا د جګړې د فاتح، قاضي او دريمګړي رول خپل کړ. اوس نو په دواړو غاړو يو شان غږ کوي.
 
سوله هغه وخت راتلاى شي چې دواړه اړخونه سوله په ولس باندې احسان نه، بلکه خپل مجبوريت او اړتیا وګڼي، د انعطاف او زغم لاره خپله کړي، ارګ او واک ته رسيدل په دوهمه کتګوري کې ونيسي، په هېواد او نظام کې له سياسي مخالفينو سره اختلافي مسائل نه بلکه مشترکات ولټوي او له يو بل سره د ولس او هېواد د روښانه راتلونکي په موخه د ګډ کار کولو هنر زده کړي.
 
که داسې نشي کولاى، نو مونږ په تيرو څو لسيزو کې د يو اړخيزو حکومتونو ناکامه او شړيدلې تجربې لرو او داسې ويلاى شو چې د افغان مظلوم ولس په نصیب کې اوس هم چيغې او د خپلو وژل شويو مړيو پورته کول انځور شوي دي او بس.
 
مونږ د واک په سر له ناروا جګړې څخه د خونديتوب په موخه د انعطاف لاره ونيوه. خپلې غوښتنې مو شاته پريښودې. نسبتاً د لږ بد مشر پلوي مو وکړه، د نظام تشې مو وزغملې د فساد په وړاندې نيمګړې مبارزه وينو خو په وړاندې يې تر اوسه پورې يوازې غږ پورته کوو. ځکه چې مونږ د دغه هېواد هغه خلک يو چې له تيرو څلويښتو کالونو راهیسې کړيږو ځوريږو او د ځواني ټوله دوره مو کله د پرديو د يرغل په وړاندې په مبارزه کله د واک په سر د ځينو وږو تږو مشرانو د خپلمنځي جګړو په ننداره، کله هغوى ته د سولې لپاره د لمنو په خپرولو او کله هم ددغه ګران هیواد او ځپل شوي ولس د زخمونو د ټکور لپاره د هر جابر او ظالم په دروازه کې د جګړو د ختمولو په موخه د ټولو امتیازاتو په ورکولو په هڅو کې تير شو. ځواني مو د ولس په ارادو ولاړ يوه سوچه اسلامي نظام په خپلولو د ولس او هېواد د روښانه راتلونکي په هيله بايلوده خو همت مو لاهم ځوان او لاهم د هندوکش او پامير د غرونو ترڅوکو لوړ ده.
 
دواړو خواو ته خورا اړينه ده چې حقايق درک او له تاريخ څخه د زده کړو همت وکړي. تيرې ناورين زيږونکې غلطيانې تکرار نشي. احساسات او جزبات مجازي نړئ ده. شعارونه ورکول او د برياو سندرې غږول نه، بلکه واقعيتونه پيژندل او د ولس ستونځې حل کول شهامت او اتلولي ده.
 
د افغانانو ترمنځ د له جګړو څخه ستړي شوي يو. د فساد په وړاندې وسلواله مبارزه د حل لاره نه ګڼو. له فاسد نظام څخه بغاوت نه کول مصلحت ګڼو. د نسبتاً وړوکي فاسد ملاتړ له ستر فاسد څخه د نجات موندلو لپاره د ملي ګټو تقاضا ګڼو. سوله قرباني زغم تحمل د مخالف لوري حق ته سر ښکته کولو له لارې او د افغانانو ترمنځ د جګړو د ختمولو له پياوړي عزم سره په خپل ټغر باندې له ناستي، خپل شين چاى او او خپلو شړومبو باندې د ګوزاره کولو له لاري شونې ده.
 
څومره به ښه وي چې طالبان په کابل کې دفتر ولري او له همدغه دفتر څخه خپل سياسي فعاليتونه پرمخ بوزي. مونږ به د مرستو کولو، اسانتياوو برابرولو او ذيدخله اړخونو باندي د اغيزو درلودلو په نوم د پرديو له لاس وهنو څخه نجات ومومو. طالبان به د پرديو له فشار لاندې نه وي او د ښار ميشتو افغانانو توقعات غوښتنې او ترجيحات به له نزدې وڅاري.