د روغتيا نړيوال سازمان له خوا پېژندل شوې د کرونا ويروس ۱۳ نښې 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، کرونا وژنکی ويروس د تنفسي سېسټم ناروغي ده، چې ځېنې نښې - نښانې يو شمېر نورو ناروغيو لکه محرقې، عادې زکام،  موسمي ناروغيو او انلونزيا ته ورته دي. د روغتيا نړيوال سازمان لاندې ۱۳ نښې چې په درېيو برخو کې يا کتګوريو وېشل شوې دي تر اوسه پېژندلې دي. 

۱- ډېرې عامې نښې: 
- تبه fever؛ 
- وچ ټوخی dry cough؛ 
- ستړيا tiredness. 

۲- نادرې يا کمې نښې: 
- د وجود دردونه aches and pains؛ 
- د مريو ټپ يا زخم sore throat؛ 
- اسهال يا نس ناستی diarrhoea؛ 
- د سترګو د سپينو سوروالی conjunctivitis؛ 
د سر درد headache؛ 
- د پوستکي خارښت، د لاسونو او پښو د ګوتو د رنګ بدلېدل a rash on skin, or discolouration of fingers or toes؛ 
د بوی او خوند حسونو له لاسه ورکول loss of taste or smell. 

۳- ډېرې جدي نښې - نښانې: 
- د ساه لنډوالی، په سختۍ سره د تنفس اخېستل، ساه بندي difficulty breathing or shortness of breath؛ 
- د سينې درد او پر سينه د فشار احساس کول chest pain or pressure؛ 
- د خبرو او حرکت له لاسه ورکول يا بې هوښه کېدل loss of speech or movement. 

د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنه ده چې د لومړۍ او دويم نښو په شتون کې په کور کې پاتې شئ، خو کله چې درېيم ډول يا ډېرې جدي نښې - نښانې در پکې پيدا شي نو ډاکټر ته لاړ شئ، خو ډاکټر ته له تګ وړاندې لومړۍ ور سره اړيکه ونېسئ. 

د روغتيا نړيوال سازمان تجربې ښيي چې هر کله چې يو کس په کرونا ويروس ککړ شي، نو له ککړېدو بيا د نښو تر څرګندېدو پوري په ځينو کسانو کې له پنځو تر شپږو او ځينو نورو کې ۱۴ ورځې وخت تېريږي.