کرونا افغانستان کې: تېره يوه شپه - ورځ کې ۶۲۳ پېښې ثبت شوې او ۱۱ کسان مړه شوي 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۶۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۳۶۵۹ ته ورسېد. 

د ۶۲۳ مثبتو ډېرۍ يې په کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو کې ثبت شوي دي. کابل کې ۲۷۱، هرات کې ۱۷۹ او ننګرهار کې ۶۷ پېښې دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسان مړه شوي دي. 

تېره شپه - ورځ کې هرات کې اووه کسان، دوه په خوست، يو - يو نفر په بلخ او کابل ولايتونو کې مړه شوي  دي، چې ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد.