د روغتيا نړيوال سازمان: آیا د هوږې خوړل د کرونا ویروس مخنېوی یا درملنه کوي؟ 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د روغتيا نړيوال سازمان چې د کرونا ويروس د مخنېوی او درملنې برخه کې د مالوماتو يوازېنۍ باوري سرچينه ده، د دغه ويروس څخه د مخنېوي او يا هم درملنې په اړه د هوږې Garlic مثبت او منفي اغېز سپارښتنه کړې ده. 

آيا د هوږې خوړل د کرونا ويروس څخه تاسې ساتلی شي؟ د روغتيا نړيوال سازمان په يوې مقالې کې ليکلي دي. هوږه يوه ګټوره غذا ده چې ښايي ځيني د مېکروب ضد يا antimicrobial  ګټې ولري. خو تر اوسه داسې تجربه شوي او ثبوت شوې لاس ته راوړنې چې هوږه به د کرونا ويروس د مخېنوي او درملنې لپاره ګټوره تمامه شي نه دي تر لاسه شوې. 

د روغتيا نړيوال سازمان د ځينو نورو او په ځانګړي ډول مېکروبي ناروغيو پر وړاندې هوږه ګټوره بولي خو دا چې کرونا د ويروس پر اساس رامنځ ته کيږي او ويروس په خپله مېکروب يا microorganism دی؛ هوږه پرې اغېز کوي یاو کنه مالومات نشته.